۰

د کرکټ آسیا جام سیالۍ: افغانستان له سریلانکا سره لوبه لري

شنبی ۵ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۵
نن د کرکټ اسیا جام سیالۍ پیلېږي، چې لومړی لوبه یې هم د افغانستان او سریلانکا ټیمونو تر منځ ده.
د کرکټ آسیا جام سیالۍ: افغانستان له سریلانکا سره لوبه لري
نن د کرکټ اسیا جام سیالۍ پیلېږي، چې لومړی لوبه یې هم د افغانستان او سریلانکا ټیمونو تر منځ ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سیالۍ په دوبۍ کې تر سره کېږي، چې د افغانستان پر وخت د ماښام په شپږنیمو بجو به پیل شي.

د کرکټ د نړیوال جام دا لومړنۍ سیالي ده او افغان لوبډله وايي، چې دوی له تېرو لسو ورځو راهیسې په دوبۍ کې دي او د دغه لوبو لپاره یې پوره چمتوالی نیولی دی.

افغان لوبغاړي وايي، دوی د دوبۍ له هوا سره بلد شوي او تمه او هڅه یې دا ده، چې خپله لومړنۍ لوبه وګټي.

د افغان لوبغاړو په وینا دوی په تېرو لسو ورځو کې په بالنګ، فیلډنګ او بېټنګ خورا ډېر کار کړی دی او تمه ده، چې ښې لوبې وکړي.

په اسیا جام کې چې دا وار شل اوریزه دی د افغانستان تر څنګ د هندوستان، پاکستان، سریلانکا، بنګله دیش او هانک ټیمونه لوبې کوي.

افغانستان په بي ګروپ کې له سریلانکا او بنګله دیش سره مخ دی او په اې/الف ګروپ کې بیا هند، پاکستان او هانک کانګ چې له غوراوي پړاوه راغلی مخ شوي.

د افغانستان دویمه لوبه د اګست په دېرشمه د سه شنبې په ورځ د شارجې په سټډيوم کې د بنګله دیش په وړاندې ترسره کېږی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي