۰

کرکټ: د اسیا جام لومړۍ سیالي افغانستان له سریلانکا وګټله

یکشنبه ۶ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۷
د اسیا جام ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ چې پرون په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې لومړۍ لوبه یې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ وه، چې افغانستان وګټله.
کرکټ: د اسیا جام لومړۍ سیالي افغانستان له سریلانکا وګټله
د اسیا جام ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ چې پرون په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې لومړۍ لوبه یې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ وه، چې افغانستان وګټله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لوبه پرون شنبې د وږي ۵ مه د افغانستان پر وخت ماښام شپږنیمې بجې پیل شوه، چې ټاس یا پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړي یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د توپ اچونې په برخه کې د افغان بالرانو پیل خورا ښه په لومړیو دریو اورونو کې یې د سریلانکا درې مهم لوبغاړي وسوځول.

د سریلانکار لوبډلې په ۱۹.۴ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۵ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۰۶ منډو هدف وټاکه.

په توپ اچونه کې فضل الحق فاروقي په ۳.۴ اورونو کې د ۱۱ منډو په ورکولو سره درې مهم لوبغاړي وسوځول چې د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

محمد نبي بیا په ۴ اورنو کې ۱۴ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول، مجیب الرحمن په ۴ اورنو کې ۲۳ منډې ورکړې ۲ لوبغاړي یې وسوځول او نوین الحق په ۳ اورنو کې ۲۳ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه.

د لوبې په دویمه پاڼې کې د توپ اچونې په شان د افغان توپ وهونکو پیل هم ښه و، چې رحمن الله ګربز او حضرت الله ځاځي په ۵ اورنو کې منډې تر ۸۰ پورې ورسولې، خو ګربز د څلورو شپږیزو او درې څلوریزو پر مټ د ۴۰ منډو جوړولو وروسته خپله وېکټه له لاسه ورکړه.

افغان لوبډلې د لوبې په ۱۰.۱ اور کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره ورکړل شوی هدف پوره او یاده لوبه یې د ۸ ویکټو او ۵۹ توپونو په توپیر له سریلانکا وګټله.

د یادونې ده، چې افغان لوبډله تر دې وروسته له بنګله دېش سره لوبه لری، چې دوه ورځې وروسته به تر سره شي.

که چېرې افغان لوبډله بنګله دېش ته هم ماته ورکړي، نو د دغه جام دویم پړاو یا رونډ ته به ووځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي