۰

سالنګ کې ترافيکي پېښه، ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

شنبی ۱۹ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۰۹
په شمالي سالنګ کې د یو ۴۰۴ مسافر وړونکي بس چپه کېدو له امله ۱۵ تنو مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سالنګ کې ترافيکي پېښه، ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
په شمالي سالنګ کې د یو ۴۰۴ مسافر وړونکي بس چپه کېدو له امله ۱۵ تنو مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن شنبه د وږي ۱۹ مه سهار وختي د شمالي سالنګ تونل په اووه کیلومترۍ کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
 
د ټولګټو چارو وزارت وايي، یاد مسافر وړونکی موټر له عمومي لارې څخه اوښتی او چپه شوی دی.
 
چارواکي وايي، په دغه پېښه کې درې تنه مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان دي، چې ټپیان روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.

پر لویو لارو د ترافیکو پېښو اصلي لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د لارو خرابوالی او ترافیکي اصولو نه مراعت بلل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي