د امریکا د میزوري ایالت په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله د برید کوونکي په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د میزوري پولیس وايي، د دې ایالت د سینټ لیوس په یوه لېسه کې یوه مشکوک کس برید کړی، چې دوه تنه یې وژلي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
په وژل شویو کې یوه میرمن، یوه نجلۍ او برید کوونکی دی چې تر اوسه یې د هویت په هکله څه ندي ویل شوي.
په لیسې کې زده کوونکو پولیسو ته ویلي چې د برید کوونکي څخه د بچ کېدو په خاطر یې ځانونه په ټولګیو کې دننه بند کړي و.
په ښوونځي کې استادانو هم ویلي چې د لیسې مدیر د سهار په ۹ بجو په لوډ سپیکر کې د ښوونځي زده کوونکو او ښوونکو ته په شفر کې ویلي و چې ښوونځي ته برید ګر د ننه شوی او د پیښې څخه لږه شیبه وروسته پولیس هم دې ښوونځي ته ورغلل.
پولیسو د برید کوونکي د هویت او دا چې دا برید یې ولې کړی، هیڅ ندي ویلي او یوازې یې همدمره ویلي چې تقریباً شل کلن و.
جمهورخبري آژانس:کابل