۰

الاکبروف: ۶۵ سلنه افغانان نړیوالو بشري مرستو ته اړتيا لري

شنبی ۲۸ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۷
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی رامز الاكبروف وايي، د افغانستان د خلکو اقتصادي حالت خورا نازک دی.
الاکبروف: ۶۵ سلنه افغانان نړیوالو بشري مرستو ته اړتيا لري
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی رامز الاكبروف وايي، د افغانستان د خلکو اقتصادي حالت خورا نازک دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي الاکبروف ویلي، راتلونکي زېږديز کال کې ۶۵ سلنه افغانان نړیوالو بشري مرستو ته اړتيا لري.

نوموړي دا څرګندونې په خپل هغه راپور کې کړې چې پرون د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو دامنیت شورا غير رسمي غونډې ته يې وړاندې کړ.

دی وايي، زده کړو ته د نجونو پر لاسرسي او د ښځو پر کار بنديزونو په کلني ډول د افغانستان اقتصاد ته له یوه میلیارد ډالرو ډیر زیان اړولی دی.

رامز الاكبروف راتلونکی کال هم له اقتصادي پلوه ننګونکی وباله او ویې ویل ۱۹ میلیونه افغانان راتلونکي کال کې سخت اړمن او له دې ډلې شپږ میلیونه به بېړنیو مرستو ته اړتيا ولري.

د هغه په وينا پرلپسې وچکالۍ افغانستان ځپلی د نظام بدلون لا ډېر اقتصاد او ټولنیزه اډانه ویجاړه کړه او اقليمي بدلون او طبيعي پیښې نور هغه لاملونه و چې د افغانستان اقتصاد له ګواښ سره مخ کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي