۰

افغانستان او متحده عربي امارتو د کرکټ برخه کې پنځه کلن تړون لاسلیک کړ

یکشنبه ۶ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۷
د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډونو ترمنځ د هر اړخیزې همکارۍ پنځه کلن هوکړه لیک، لاسلیک شو.
افغانستان او متحده عربي امارتو د کرکټ برخه کې پنځه کلن تړون لاسلیک کړ
د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډونو ترمنځ د هر اړخیزې همکارۍ پنځه کلن هوکړه لیک، لاسلیک شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې تړون پر اساس به افغانستان کرکټ بورډ د یادې مودې لپاره د اماراتو لوبډلې پر وړاندې هر کال درې شل اوریزې لوبې کوي.
 
کرکټ بورډ په اعلامیه کې زیاتوي، په بدل کې به یې افغان کرکټ بورډ په یاد هېواد کې د لوبو د اجازې له فیسونو پرته د نورو لوبډلو کوربه توب کوي او همدارنګه د ویزو اسانتیاوې ترلاسه کړي چې دا د پیسو د سپما په ‌‌ډګر کې یوه ستره لاسته راوړنه ده.
 
سربېره پر دې به متحده عربي امارات د یاد هېواد په ورزشي انګړ کې هم افغانستان کرکټ بورډ ته دفتر ورکوي او دغه راز به د بازارموندنې او د مالي ملاتړ د موندنې په برخه کې اړینې مرستې او همکارۍ کوي.
 
دغه راز د یادونې وړ ده چې د یاد هوکړه لیک له مخې به د متحده عربي امارات کرکټ بورډ له افغانستان کرکټ بورډ سره د افغانستان په کوربه توب د لوبلړیو پر مهال د لوبډلو مسوولینو او لوبغاړو ته د ویزو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کوي.
 
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلی نصیب خان وایي، دا په ټوله کې له لاسته راوړنو ډک هوکړه لیک دی چې له اډانې یې دواړه لوبډلې په غوره ډول برخمنې کېږي او د دواړو لوریو ترمنځ د لا ډېرې همکارۍ یوه غوره پل دی.
 
ده ویلي«یاد هوکړه لیک د پنځو کلونو لپاره لاسلیک شوی دی، موږ به هر کال متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ سره د دریو شل اوریزو لوبو لوبلړۍ ترسره کوو، په بدل کې به یې له موږ د لوبو د اجازې فیس نه اخیستل کېږي چې له دې وړاندې به لوی مقدار پيسې ورکول کېدې، همدارنګه به له موږ سره د نورو لوبلړیو پر مهال چې له نورو لوبډلو سره به یې ترسره کوو؛ د ویزو برخه کې همکاري کېږي، په سپورټس سیټي یا ورزشي انګړ کې به دفتر راکول کېږي او د مالي ملاتړ په موندنه کې به له موږ سره همکاري کوي.»
 
ښاغلي نصیب خان زیاته کړه، له دې وړاندې مو داسې مشخص او کره ځای نه درلود، ترڅو پکې د نورو لوبډلو کوربه توب وکړو، دا چې اوس مو د متحده عربي اماراتو له کرکټ بورډ سره د همکارۍ دغه هوکړه لیک لاسلیک کړ نو په ډاډه ډول به وکولی شو چې په یاد هېواد کې له نورو لوبډلو کوربه توب وکړو.
 
سربېره پر دې د متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډ مسوولینو هم په دې اړه خوښي څرګنده کړې او په وینا یې، خوشحاله دي چې له افغانستان کرکټ بورډ سره دغه هوکړه لیک، لاسلیکوي چې دا کار به د دواړو کرکټ بورډونو ترمنځ غوره همکاریو، د لوبغالي اسانتیاو او نورو ډېرو برخو کې له یو بل سره د همکارۍ زمینه مساعده کړي.
 
د یادونې وړ ده چې د دغه هوکړه لیک لاسلیکېدل به د افغانستان کرکټ بورډ سره د کوربه توب لپاره د ډاډمن او د لاسرسي وړ ځای په برابرولو او د پيسو په سپما کې ډېره مرسته وکړي.
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي