طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې کندهار کې له ۷۰ زیات بې سرپرسته ماشومان راټول کړل شوي او د ژوند اسانتیاوې ورته برابرې کړل شوې دي.
مجاهد ویلي، دغه ماشومان په تېره یوه اوونۍ کې راټول کړل شوي چې له دوی سره به مرسته هم وشي او د زده کړو زمینه به هم ورته برابره کړل شي.
په کندهار کې د بې سرپرست ماشومانو راټولو لړۍ پر داسې مهال پیل شوې، چې تېرو ۴۰ کلونو جګړو د هېواد په ګوټ ګوټ کې زرګونه ماشومان بې سرپرسته کړي دي.
جمهورخبري آژانس