۰

طالبان: د افغانستان صادرات په بې ساري ډول زیات شوي دي

شنبی ۱۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۰
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هرات ولایت ته تللی او هلته یې له سواګرو او باغوانانو سره لیده کاته کړي دي.
طالبان: د افغانستان صادرات په بې ساري ډول زیات شوي دي
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هرات ولایت ته تللی او هلته یې له سواګرو او باغوانانو سره لیده کاته کړي دي.

عزیزي هلته له سوداګرو او پانګوالو سره خبرو کې ویلي، چې د افغانستان صادراتو کې په بې ساري ډول زیاتوالی راغلي، چې په تاریخ کې دومره زیات نه وو.
 
ویل کېږي، په دغه لیدنه کې سوداګرو او باغ لرونکو خپلې ستونزې او مشکلات له عزیزي سره شریک کړي او په دې برخه کې یې د جدي ګامونو پورته کولو غوښتنه ترې کړې ده.
 
عزیزي د صادراتو د زیاتوالي خبر پر داسې مهال ورکوي، چې د طالبانو له واکمنېدو سره سم اکثریت پانګوال او سوداګر له هېواده وتلي او په نورو هېوادونو کې یې پانګونې کړې دي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي