د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، افغانستان ته د امریکا او ناټو د نظامي اډو بېرته راتګ او راوړل د نه منلو وړ وبلله او تمه لري، چې طالبان ټولګډونه حکومت جوړ کړي.
لاوروف دغه څرګندونې په هغه پیغام کې کړې، چې د مسکو فارمټ غونډه کې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیرکابلوف له خوا ولوستل شو.
د لاوروف په پیغام کې راغلي، په هر ډول شرایطو کې د افغانستان او د هغو د ګاونډیانو خاورې ته بیا د امریکا او ناټو د نظامي اډو راتګ د نه منلو وړ بولم، پرته له دې کومې پلمې.
ده ویلي، لوېدیځو هېوادونو د افغانستان خلکو ته نه جبرانېدونکي زیانونه اړولي، باید د دغه هېواد د بیارغونې چارې همدا هېوادونه په غاړه واخلي، خو دوی یوازې وضعیت خراب کړی او هغه ژوند چې مخکې افغانانو ته ستونزمن و لا یې پېچلی کړی دی.
د لاوروف په وینا، د واشنګټن له خوا د افغانستان د بانکي زېرمو کنګل کولو دغه هېواد کې د ژوند شرایط سخت او پېچلي کړي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې بیان سره چې دوی په افغانستان کې د غیر سیمه ییزه قدرتونو د فعالېدو له هڅو اندېښمن دي و ویل، د سیمې هېوادونو هر اړخیزه هڅې د ناټو غړو هېوادونو سره یوازې په هغه صورت کې امکان لري، چې دغه هېوادونه ټول څه په مکمل ډول ومني، په افغانستان کې د ۲۰ کلن نظامي حضور غم لرونګې پایلې یوه کامله ماتې ده.
دی وايي، روسیه تمه لري، چې افغانستان کې د قدرت جوړېدنه د ټولو ملي او مذهبي اقلیتونو د سیاسي شخصیتونو په استازيتوب په دولتي ادارو کې په بریالیتوب سره سر ته ورسېږي.
لاروف ټينګار کړي، چې دوی باوري دي، چې افغانستان کې تل پاتې سوله او امنیت د سیاسي ګډون پرته امکان نه لري.
جمهورخبري آژانس