۰
د پاکستان لومړۍ وزیر؛

طالبان دې یا ټي ټي پي موږ ته وسپاري، یا یې د خپله پر وړاندې ودرېږي

دوشنبه ۲۹ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۸
د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر ادعا کړې، چې پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي د مرکزي آسیا په هېوادونو کې نه، بلکې د افغانستان په خاوره کې ځای پر ځای شوي دي.
طالبان دې یا ټي ټي پي موږ ته وسپاري، یا یې د خپله پر وړاندې ودرېږي
د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر ادعا کړې، چې پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي د مرکزي آسیا په هېوادونو کې نه، بلکې د افغانستان په خاوره کې ځای پر ځای شوي دي.

انورالحق کاکړ پرون مازیګر د لړم ۲۸مه ویلي، دا موضوع د زغم نه ده، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي او طالبان یې یوازې ننداره کوي.
 
دی وايي، طالبان پوهېږي، چې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي کسان له کوم ځای څخه د پاکستان پر ضد عملیات کوي.
 
کاکړ زیاته کړې، طالبان باید پرېکړه وکړي، چې ټي ټي پي موږ ته راسپاري او که یې پر خپله پر وړاندې اقدامات کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان طالبانو په وار وار دغه ډول څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي افغانستان کې هېڅ وسله واله ډله نشته او دوی چا ته اجازه نه ورکوي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

څو ورځې وړاندې د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د کاکړ د مخکنیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي و، چې پاکستان دې د خپلې ماتې پړه پر نورو نه اچوي، بلکې خپل امنیت دې خپله ټینګ کړي، ځکه دا د دوی مسوولیت نه دی، چې د پاکستان امنیت ورته ټینګ کړي.

کابل کې د چین سفیر هم ورته څرګندونې کړې وې او ویلي یې و افغانستان اوس یو امن هېواد دی او نورو هېوادونو ته نه ښايي، چې خپلې ناکامۍ پر افغانستان وتپي.

جمهورخبري آژانس

 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي