په هرات ښار کې لسګونو ښځینه خیاطانو د طالبانو له خوا د خپلو هټیو د تړلو پر ضد لاریون وکړ. دغو خیاطانو د چهارشنبې په ورځ د قوس په لومړۍ نېټه په هرات ښار کې د لاریون په کولو سره د طالبانو له خوا د دوی د کار د بندولو پر ضد مظاهره وکړه. په دغه لاریون کې دوی د طالبانو له لوري د خپلو دوکانونو د تړلو غوښتنه کوله. په همدې حال کې طالبانو په هرات کې هغه خیاطۍ بندې کړي چې نارینه د ښځو لپاره جامې ګنډي. خیاطانو په هرات کې د طالبانو د والي د دفتر مخې ته د دې پرېکړې پر ضد لاریون وکړ. باید وویل شي، چې طالبانو له تېرې چهارشنبې ورځې راهیسې د ښځو د جامو د خیاطۍ ټول بازارونه تړلي دي. لاريون کوونکي وايي، چې د خپل ځان او کورنۍ د ملاتړ بله دنده نه لري. خبرگزاری جمهور