۰

د بښنې نړیوال سازمان د افغان ښځو په ملاتړ کمپاین پیل کړ

یکشنبه ۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۰
د بښنې نړیوال سازمان «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې» په مناسبت د افغان ښځو د ملاتړ ۱۶ ورځنی کمپاین پیل کړ.
د بښنې نړیوال سازمان د افغان ښځو په ملاتړ کمپاین پیل کړ
د بښنې نړیوال سازمان «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې» په مناسبت د افغان ښځو د ملاتړ ۱۶ ورځنی کمپاین پیل کړ.

دغه سازمان د شنبې په ورځ د لیندۍ څلورمه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، یاد کمپاین به د روان کال د اګست له ۲۵مې نېټې څخه د روان کال د ډسمبر تر ۱۰مې نېټې دوام وکړي.

د اعلامیې پر بنسټ، په دغه کمپاین کې د بشري حقونو د مدافعانو، فعالانو، لاریون کوونکو، هنرمندانو، سیاستوالو او پوهانو پیغامونه خپرېږي.

سرچینې زیاته کړې، دوی(فعالیان) په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ناوړه وضعیت د حل د څرنګوالي په اړه خپل نظرونه شریکوي.

د بښنې نړیوال سازمان له خپلو اوریدونکو غوښتي، چې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ په برخه کې خپل پیغامونه له دوی سره شریک کړي.

دې موسسې په دې اړه لومړی پیغام د هېواد له اعتراض کوونکو مېرمنو پروانه ابراهیم خېل څخه خپور کړی دی.

مېرمن ابراهیم خېل دوه کاله وړاندې د طالبانو د بندیزونو پر ضد د لاریونونو د پیلولو له امله د دغې ډلې په زندان کې څو میاشتې تېرې کړې وې.

جمهورخبري آژآنس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي