۰

طالبانو د بامیانو ورس کې د آغا خان د دفتر رئیس نیولی دی

یکشنبه ۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۲
ځايي سرچینې وايي، طالب ځواکونو د بامیان ولایت ورس ولسوالۍ کې د آغا خان بنسټ د دفتر مشر نیولی دی.
طالبانو د بامیانو ورس کې د آغا خان د دفتر رئیس نیولی دی
ځايي سرچینې وايي، طالب ځواکونو د بامیان ولایت ورس ولسوالۍ کې د آغا خان بنسټ د دفتر مشر نیولی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تېره اوونۍ د لړم په ٣٠مه، د طالبانو استخباراتو د آغا خان بنسټ د دفتر مشر محمد داوود اکبري په کابل ښار کې د هغه د کور مخې ته ونيوه.

تر اوسه د ښاغلي اکبري د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي او طالبانو هم په دې اړه کوم وضاحت نه دی ورکړی.

ویل کېږي چې محمد داوود اکبري له څو کلونو راهیسې په بامیانو کې د آغاخان بنسټ د سیمه ییز دفتر مشر و.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي