د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند زاده د کابینې په ناسته کې ټولګټو چارو وزارت او د تعلیمي نصاب ټاکلو کمېټې ته دندې سپارلې چې د واخان لارې د جوړلو او تعلمي نصاب چارې ګړندۍ کړي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد نن د لیندۍ ۱۲ مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په مشرۍ د کابینې نهمه غونډه کې ټولګټو چارو وزارت ته دنده ورکړل شوه، چې د واخان – چین لویې لارې جوړولو د سروې، ډیزاین او جوړولو لپاره بېړني اقدامات وکړي او وروستی پلان یې د منظورۍ په موخه د اسلامي مارت مقام ته وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړې، د سرپرست دولت رهبر د هېواد د پوهنتونونو او ښوونیزو ښوونځیو د تعلیمي نصاب ټاکلو کمېټې ته دنده وسپارله چې د هېواد د پوهنتونونو او ښوونځیو لپاره د اسلامي اصولو او احکامو په رڼا کې د نوي تعلیمي او تحصیلي نصاب د چمتو کولو چارې ګړندۍ کړي.
جمهورخبري آژانس