د خوړو نړيوال سازمان وايي، له پاکستانه ايستل شوي افغان کډوال تر نيمايي ډېر بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال له اقتصادي ملاتړه بې برخې دي او د خپل ژوند د دوام لپاره «پورونه» اخلي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې ایستل شوي کډوال په افغانستان کې د نوي ژوند د پیل لپاره له بېلابېلو ننګونو سره مخ دي.
په همدې حال کې پاکستان د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال شړلي دي.
د پاکستان حکومت ویلي چې ۱.۷ میلیونه افغان کډوال به له هېواده وباسي.
جمهورخبري آژانس