۰

ښځینه فعالانې ګوترش ته: د افغان ښځو حقونه د خبرو وړ نه دي

پنجشنبه ۱۹ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۷
د "سولې او امنیت لپاره د ښځو کاري ډله" تر سرلیک لاندې یو شمېر ښځینه فعالانو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته په یوه لیک کې ویلي، چې د افغان ښځو پر حقونو د بحث وړ نه دي.
ښځینه فعالانې ګوترش ته: د افغان ښځو حقونه د خبرو وړ نه دي
د "سولې او امنیت لپاره د ښځو کاري ډله" تر سرلیک لاندې یو شمېر ښځینه فعالانو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته په یوه لیک کې ویلي، چې د افغان ښځو پر حقونو د بحث وړ نه دي.

دغو فعالانو نن پنجشنبه د سلواغې ۱۹ مه د افغانستان په اړه په دوحه کې د ملګرو ملتونو راتلونکې غونډې ته په اشارې سره وویل چې دا غونډه د ملګرو ملتونو، امنیت شورا او نړیوالې ټولنې لپاره یو مهم فرصت دی چې یو ځل بیا ټینګار وکړي چې د بشري حقونو د افغان ښځو په اړه د خبرو اترو وړ نه دي.

دوی د ملګرو ملتونو پر سرمنشي غږ وکړ چې د دوحې او هاخوا په ټولو بحثونو کې د بشري حقونو د مدافعانو، اعتراض کوونکو، قومي استازو او نورو محرومو ډلو په ګډون د افغان ښځو بېلابېلې برخې ته ډاډ ورکړي.

د دوی په وینا، د ښځو حقونو ته درناوی باید په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د ونډې یو له مهمو هدفونو څخه وی او د دوحې د غونډې د لومړیتوب موضوع او د بشری بحران، اقتصادی او پراختیایی هڅو په اړه د خبرو مرکزی برخه وی.

دغه فعالان یادونه کوي چې که څه هم د امنیت شورا په وار وار له طالبانو غوښتي چې له هر هغه تګلارې او کړنې لاس واخلي چې د ښځو بشري حقونه یا په عامه ژوند کې د هغوی ګډون محدودوي، خو دې ډلې تر اوسه دې غوښتنې ته پام نه دی کړی.

د دوی په وینا، د دوحې ناسته د هېواد له ژمنو سره سم د افغان مېرمنو له حقونو څخه د ملاتړ او د هېواد د راتلونکي په اړه په پرېکړو کې د هغوی د معقول ګډون لپاره د روښانه خوندیتوب، شرایطو او تضمینونو د رامنځته کولو لپاره حیاتي فرصت دی.

دغې ډلې زیاته کړې، پکار ده چې د دوحې د ناستې پایلې له هغه څه کمې نه وي چې امنیت شورا، مدني ټولنې او د ملګرو ملتونو کارپوهان یې غوښتنه کوي.

د دې ډلې په وینا، ملګري ملتونه باید د دوحې په غونډه کې له برابر شوي فرصت څخه ګټه واخلي او په عامه توګه دې ټول هغه بندیزونه چې د افغان ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي، ژر تر ژره لغوه کړي.

په همدې حال کې د دوحې غونډه د روانې میلادي میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان د مسئلې په اړه د ښکېلو هېوادونو د ځانګړيو استازو په ګډون جوړېږي.

جمهورخبري آژآنس

ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي