د طالبانو ویاند ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د پولې د تړلو پلان باید د ایران د اسلامي جمهوریت او دغې ډلې په تفاهم سره ترسره شي.
ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د ایران او افغانستان د پولې تړل باید د دواړو هېوادونو په تفاهم ترسره شي.
نوموړي ادعا کړې چې اوس افغانستان یو خوندي هېواد دی او هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی.
په همدې حال کې ایران د امنیت د تامین په خاطر له افغانستان سره د پولې د تړلو پلان تصویب کړی دی.
جمهورخبري آژانس