د طالبانو د مرکزي بانک مشر وویل چې دا ډله به د مس عینک پروژې بانکي ستونزو ته په وخت رسیدګي وکړي.
د مرکزي بانک چارواکو نن د سلواغې ۲۴ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه بانک رئیس هدایت الله بدري د عینک د مسو د استخراج او پروسس شرکت له مشر لین بین تو سره وکتل.
بدري وويل، مرکزي بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه ژمن دى، چې د خپلو دندو او صلاحيتونو په رڼا کې د ملي پروژو په تطبيق کې اغېزمن رول ولوبوي او د بانکي راکړو ورکړو د اسانتيا په برخه کې همکاري وکړي.
نوموړي زیاته کړې، د عينکو مسو يوه ستره ملي پروژه ده او د دې پروژې د تطبيق او پلي کولو په وخت کې به د بانکي ستونزو د حل لپاره هر څه ژر تر ژره حل شي.
په دې کتنه کې لين بن تو وويل چې په نږدې راتلونکي کې به د عينکو د مسو د پروژې عملي کار پيل شي او دغه شرکت ژمن دى چې له ځنډ پرته او په پوره ژمنتيا سره د دغې پروژې د استخراج چارې پيل کړي.
هغه د طالبانو د ډلې له مرکزي بانک څخه وغوښتل چې د دغې پروژې د تطبيق په بهير کې د بانکي راکړو ورکړو د اسانتيا په لاره کې هر ډول همکاري وکړي.
جمهورخبري آژانس