۰

ډیکر: د افغانستان له خلکو او مدني ټولنې سره د امریکا ژمنې پیاوړې دي

چهارشنبه ۲ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۷
په قطر کې د امریکا د سفارت شارژدافیر کیرن ډیکر چې له قطر څخه فعالیت کوي، وايي چې د افغانستان له خلکو او مدني ټولنې سره د امریکا ژمنتیا قوي ده.
ډیکر: د افغانستان له خلکو او مدني ټولنې سره د امریکا ژمنې پیاوړې دي
په قطر کې د امریکا د سفارت شارژدافیر کیرن ډیکر چې له قطر څخه فعالیت کوي، وايي چې د افغانستان له خلکو او مدني ټولنې سره د امریکا ژمنتیا قوي ده.

مېرمن ډیکر تېره شپه د حوت په لومړۍ نېټه د دوحې په غونډه کې د طالبانو د نه ګډون په اړه غبرګون ښودلی دی.

نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې امریکا د خپل هېواد د راتلونکي په اړه د افغانانو د لا زیاتو نظرونو اورېدو ته انتظار باسي.

هغه زیاته کړه، موږ په دوحه کې د افغانستان لپاره د نړیوالو همکاریو په اړه د خبرو د دوام لپاره د ملګرو ملتونو او قطر د سفیرانو او افغانانو کوربه توب له امله مننه کوو.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیس میلر د دوحې په غونډه کې د طالبانو د نه ګډون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا ډله یوازې افغانان نه دي چې په راتلونکې کې ونډه لري. 

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا دې غونډې ته خپل استازي د دې لپاره استولي، چې د بشر حقونو ته د واشنګټن پر درناوي، افغانستان د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي او د مدني ټولنې له فعالانو سره اړیکې پرې کړي.

د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې غونډې ته له بلنې سره سره طالبانو په دې غونډه کې له ګډون ډډه کړې وه.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي