روسي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره د ټرانس اورګاډي کرښې په اړه خبرې کړې دي.
دا پروژه منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا (پاکستان او هند) سره د ریل پټلۍ له لارې نښلوي، چې له افغانستان څخه تېرېږي.
د "ازبکستان-افغانستان-پاکستان" ترمنځ د دغې پروژې اوږدوالی ۷۶۰ کیلومتره دی او په ساعت کې یې لګښت ۴،۸ میلیارده امریکايي ډالره اټکل شوی دی.
ویل کیږي چې د دې پروژې بشپړیدل به پنځه کاله وخت ونیسي.
څه موده وړاندې طالبانو د دغې پروژې د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو د پیل په موخه د دغې ډلې او متحده عربي اماراتو او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د تفاهم لیک د لاسلیکولو اعلان وکړ.
جمهورخبري آژانس