ګراهام تېد امریکا د مشرانو جرګې غړي لینډسي ګراهام د دغه هیواد له حکومته غوښتي چې مخکې له دې چې ډیر ناوخته شي په افغانستان کې د داعش پر مرکزونو حملې وکړي.
نوموړي شپه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي، موږ باید د افغانستان په خراسان کې د داعش پر اهدافو بریدونه وکړو او د هغوی عملیات ګډوډ کړو.
هغه ټینګار وکړ چې "موږ باید همدا اوس د پولو عملیاتي کنټرول ترلاسه کړو او مخکې له دې چې ډیر ناوخته شي."
دا په داسې حال کې ده چې داعش د امریکا له خوا ستر ګواښ بلل شوی دی.
د امریکا اړوند بنسټونه په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو له پیاوړتیا او پراخېدو اندېښمن دي.
جمهورخبري آژانس