د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان هم د نړۍ له هېوادونو او غړو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
دغه سازمان تېره شپه د غوايي په ٢٢مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د وروستيو سېلابونو زيانمن شوي کسان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د اعلامیې پر بنسټ، د اسلامي همکاریو سازمان د بیړني حالت په توګه له خپلو ټولو غړو هېوادونو او د نړۍ له نورو هېوادونو او همدارنګه له مرستندویه بنسټونو غواړي، چې د افغانستان له اوسني سیلاب ځپلو خلکو سره ژر تر ژره د ژغورنې مرستې ولېږدوي. "
بیان زیاتوي، د روان سېلاب ناوړه پایلې باید د اسلامي هېوادونو او له هغه بهر د خطر زنګ ووهي.
د يادونې وړ ده، چې د تېرو څو ورځو سېلابونو په تېره بيا د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې خلکو ته ډېر زيانونه اوښتي دي.
یوازې په بغلان ولایت کې د کروندو او کورونو د ویجاړېدو تر څنګ له ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.
جمهورخبري آژانس