۰

د روسیې او هند استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

پنجشنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۸
د هند تمیز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د هند د بهرنیو چارو وزارت سیمه ییز سکرتر جنرال جي پي سنګ د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د روسیې او هند استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
د هند تمیز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د هند د بهرنیو چارو وزارت سیمه ییز سکرتر جنرال جي پي سنګ د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

دغې ورځپاڼې زیاته کړې، چې دغه غونډه تېره شپه د ثور په ۲۶ مه په نوي ډیلي کې جوړه شوې وه.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رندیر جیسوال وویل چې کابلوف او سنګهـ د افغانستان د خلکو د سوکالۍ د رامنځته کولو لپاره د پراختیایي مرستو پر اړتیا ټینګار وکړ.

راپور زیاتوي چې له طالبانو سره د مسکو او نوي ډیلي تعامل د دواړو ډیپلوماټانو د بحث یوه بله برخه وه.

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه د هېوادونو د استازو غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه توب په دوحه کې جوړه شي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي