د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د ازبکستان د بشري مرستو یوه مرسته د بلخ ولایت حيرتان بندر ته ورسېده.
په افغانستان کې د ازبکستان استازي عصمت الله ارګاشېف نن سه شنبه د غبرګولي لومړۍ نېټه د طالبانو ځايي چارواکو ته د دغو مرستو د سپارلو پر مهال وويل چې دا په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان له خلکو سره د ده هېواد د مرستو لسمه جوپه ده.
په دغو مرستو کې اوړه، وريجې، غنم، غوړي، غوښه، د اوبو ټانکرونه، خيمې او يو شمېر نور توکي شامل دي.
په دې لېږد کې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره څه باندې ۲۰۰ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو سېلابونو د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او شمال لویدیځو ولایتونو کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
جمهورخبري آژانس