اروپايي ټولنې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د ۴۰۰ زره یورو مرسته اعلان کړه.
دغې اتحادیې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه مرستې به د بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو له سیلاب ځپلو سره وشي.
د دغې اتحاديې د اعلاميې پر بنسټ، دغه مرستې به د اروپايي ټولنې د (ACTED) او (DACAAR) د بشري همکارانو له خوا په سېلاب ځپلو وويشل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په شمال، شمال ختيځ او شمال لوېديځو ولايتونو کې وروستيو سېلابونو د دغو ولايتونو اوسېدونکو ته ډېر زيانونه او زيانونه اړولي دي.
د دغو سېلابونو په پايله کې سلګونه کسان وژل شوي او ټپيان شوي او سلګونه کورونه او زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.
جمهورخبري آژانس