۰

د خوړو نړیوال سازمان: په افغانستان کې د لوږې شمېر مخ په ډېرېدو دی

شنبی ۵ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۷
د خوړو نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، که په افغانستان کې د میلیونونو اړو کسانو لپاره اړینې مرستې ونه رسېږي، د لوږې شمېر به زیات شي.
د خوړو نړیوال سازمان: په افغانستان کې د لوږې شمېر مخ په ډېرېدو دی
د خوړو نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، که په افغانستان کې د میلیونونو اړو کسانو لپاره اړینې مرستې ونه رسېږي، د لوږې شمېر به زیات شي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ د غبرګولي په ۴مه، د اپریل له میاشتې راهیسې په خپل راپور کې ویلي چې سږ کال یې له افغانستان سره څه باندې ۷،۲ میلیونه ټنه خوراکي او نغدي مرسته کړې ده.

د دغه سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې له هرو درېیو څخه یو یې وږی دی او که د اړتیا وړ بودجه ورته برابره نه شي، په افغانستان کې به د لوږې شمېر ورځ په ورځ زیات شي.

راپور زیاتوي چې دغه سازمان په افغانستان کې د روان کال د ژمي د پوښښ لپاره د راتلونکو شپږو میاشتو (د می څخه تر اکتوبر پورې) ۶۰۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

دغې ادارې د امریکا، بریتانیا، سویډن، سویلي کوریا او په کاناډا، استرالیا، فنلنډ او جاپان کې له خصوصي بنسټونو په ګډون د بشري پروګرامونو له مالي تمویلوونکو وغوښتل چې دغه غوښتل شوې پیسې ورکړي.

د دغه سازمان په وینا، د خلکو او په ځانګړې توګه ښځو ته د کار او د ژوند د زمینې د برابرولو پروګرام د اوسني بحران پر وړاندې د هغوی د مقاومت په زیاتولو کې مرسته کړې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي