د زابل ولایت په شهر صفا ښار کې د کابل – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې دغه پېښه تېر ماښام د غبرګولي په ۵ مه د شهر صفا ولسوالۍ د "بریام مانده" په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو مسافر وړونکی بس چپه شو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ٣ مسافر وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.
ويل کيږي چې ددغې پيښې په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د سړک خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي د دې پېښې لاملونه بلل شوي دي.
جمهورخبري آژانس