۰

په بامیان کې د غره ښویدنه؛ ۶ تنه مړه او ټپیان شول

یکشنبه ۶ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۸
د بامیان ولایت امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په ۲ نمبر یکاولنګ ولسوالۍ کې د ځمکې ښویېدو له امله ۶ تنه مړه او ټپیان شوي دي.
په بامیان کې د غره ښویدنه؛ ۶ تنه مړه او ټپیان شول
د بامیان ولایت امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په ۲ نمبر یکاولنګ ولسوالۍ کې د ځمکې ښویېدو له امله ۶ تنه مړه او ټپیان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن د يکشنبې په ورځ د جوزا په شپږمه د باميانو ولايت د یکاولنګ ولسوالۍ د "کليګان" په سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د سيمې يو شمېر اوسېدونکي د غره په لمنو کې د اوبو د پاکولو په حال کې وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

ويل کيږي چې ددغې پيښې ټپيان د يکاولنګ دوه تنه روغتون ته ليږدول شوي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي