په کندهار کې باخبره سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د طالبانو د پاسپورټ رياست عمومي مدير مولوي عبدالکريم حسيب نيول شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، مولوي حسيب د جمعې په ورځ د غبرګولي په ٤مه، هغه مهال ونيول شو، چې د طالبانو د مشر ملابت الله له خوا کندهار ته بلل شوى و.
ویل کیږي چې نوموړی د طالبانو د مشر د امر نه سرغړونې په تور نیول شوی او زنداني شوی دی.
سرچينې زياته کړې، چې د طالبانو مشر مولوي حسيب له کوچني اختر مخکې کندهار ته بلل شوى و. خو هغه مهال يې کندهار ته له تګ ډډه وکړه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو د پاسپورټ مشر د اداري فساد له امله د دغې ډلې مشر په غوسه شوى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوه کاله وړاندې د طالبانو د پاسپورټ څانګې پخوانی مشر هم د شپې په یوه نڅا محفل کې د ګډون او شرابو څښلو له امله په موقت ډول نیول شوی او له دندې ګوښه شوی و.
خبرگزاری جمهور