۰

د قطر سره میاشت په افغانستان کې ۱۰ روغتیايي مرکزونه جوړوي

دوشنبه ۷ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۴۰
د قطر د سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان په محرومو سیمو کې به لس روغتیايي مرکزونه جوړوي.
د قطر سره میاشت په افغانستان کې ۱۰ روغتیايي مرکزونه جوړوي
د قطر د سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان په محرومو سیمو کې به لس روغتیايي مرکزونه جوړوي.

دغه سازمان تېره شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې دغه پروژه به په افغانستان کې د لومړنيو روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو او د ميندو او ماشومانو لپاره د روغتيايي خدمتونو د ښه والي په موخه پلې شي.

ویل کېږي چې دغه مرکزونه به هر کال ۲۵۰ زره میندو او ماشومانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

د قطر د سرې میاشتې ټولنې د نړیوالو مرستو او پراختیا د څانګې مشر محمد صلاح ابراهیمي افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې د «CHC» موسسې سره یې د درملو، طبي او غیر طبي توکو د برابرولو په برخه کې همکاري کړې ده. او تر 2027 پورې د روغتیایی کارمندانو تجهیزات او روزنه.

همدارنګه د قطر سرې میاشتې له افغاني سرې میاشتې سره په هېواد کې د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستې تړون لاسلیک کړ.

د اعلامیې پر بنسټ، د فراه، فاریاب او هلمند ولایتونو ۸۰۰ کورنۍ به له دې پروژې ګټه پورته کړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي