په بلخ کې سیمه ییزې سرچینې وايي، ناپېژاندو وسله والو په دغه ولایت کې د یوه سوداګر ځوان زوی تښتولی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د يکشنبې په ورځ د جوزا په شپږمه د بلخ ولايت د مزارشريف ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د کارته شفاخانې په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې دغه ځوان هلک ښوونځي ته روان و.
د سي سي ټي وي کمرو لخوا ثبت شوې ویډیو کې وسله وال کسان لیدل کیږي چې د طالب جنګیالیو جامې یې اغوستې دي چې یو ماشوم په یوه سپینه کرولا موټر کې باروي او له ځانه سره بیايي.
ویل کیږي چې دغه هلک د بلخ ولایت د یوه سوداګر حاجي حمیدالله زوی دی.
تر اوسه په دې اړه نور جزئیات نشته.
جمهورخبري آژانس