۰

د کرکټ نړیوال جام: افغان ملي لوبډله نن له عمان سره تمریني سیالي لري

چهارشنبه ۹ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۰
د کرکټ نړیوال جام: افغان ملي لوبډله نن له عمان سره تمریني سیالي لري
 د کرکټ د ۲۰۲۴ کال د شل اوریزه نړیوال جام سیالیو په درشل کې د افغانستان ملي لوبډله نن چهارشنبې د غبرګولي ۹ مه له عمان ملي لوبډلې سره تمریناتي لوبه لري.

د عمان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د تیاریو دغه لوبه د کابل پر وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو د ټرینیډاډ او ټوباګو په کوینز پارک اوول کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
 
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د جمعې په شپه د غبرګولي په ۱۱ مه د سکاټلینډ د کرکټ ملي لوبډلې سره په دویمه تمریناتي لوبه کې مخ شي.
 
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام په «سي» ګروپ کې د نیوزیلینډ، ویسټ انډیز، پاپوا نیو ګیني او یوګانډا د کرکټ ملي لوبډلو سره ده.
 
په دې نړیوال جام کې به د افغانستان لومړۍ لوبه د راتلونکې سه شنبې د غبرګولي ‍۱۵ مه د کابل پر وخت د سهار پنځه بجې د یوګانډا د کرکټ له ملي لوبډلې سره وشي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي