۰

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر روسیې ته تللی

شنبی ۱۹ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۵
د طالبانو ډلې د پوهنې سرپرست وزیر مولوي سید حبیب الله اغا د یو شمېر هېوادونو د پوهنې د وزیرانو په دویمه ناسته کې د ګډون په موخه د روسیې پلازمېنې کازان ته تللی.
د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر روسیې ته تللی
د طالبانو ډلې د پوهنې سرپرست وزیر مولوي سید حبیب الله اغا د یو شمېر هېوادونو د پوهنې د وزیرانو په دویمه ناسته کې د ګډون په موخه د روسیې پلازمېنې کازان ته تللی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د پوهنې وزارت نن شنبې د غبرګولي ۱۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ډلې د پوهنې سرپرست وزیر سید حبیب الله اغا د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په دغه غونډه کې ګډون کوي. د پوهنې وزیرانو دویمه نړیواله غونډه چې ټاکل شوې د روسیې په ګیرد ښار کې جوړه شي، دغه هېواد ته تللې ده.

طالبانو ویلي، چې د دې ډلې د پوهنې سرپرست وزیر د پوهنې د وزیرانو د دویمې ناستې ګډونوالو ته د دغه وزارت د لاسته راوړنو او د افغانستان د پوهنې د وضعیت په اړه معلومات ورکوي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي