د افغانستان د ازادۍ جبهې اعلان وکړ چې ځواکونو يې په کابل کې اووه تنه وسله وال طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.
دغې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دوی ځواکونو تېره شپه د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند د علاوالدین څلور لارې ته څېرمه پر طالب جنګیالیو برید وکړ.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې بريدکې د دغې ډلې پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او د دغې ډلې دوه تنه نور جنګيالي ټپيان شول.
دغې جبهې د حملې د نوعیت په اړه نور جزئیات ورنه کړل. خو تېره شپه د کابل ښاريانو تاييد کړه چې په ياده شوې سيمه کې يې د يوې زورورې چاودنې غږ واورېد.
تر دې مخکې د ملي مقاومت جبهې هم اعلان کړی و، چې د دې جبهې د ځواکونو په برید کې دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
جمهورخبري آژانس