د پاکستان پولیسو اعلان وکړ چې وسله والو د پاکستان په جنوب لویدیځ کې د بلوچستان په ایالت کې اوه تنه کارګران وژلي دي.
د پاکستان پولیسو اعلان وکړ چې وسله والو د پاکستان په جنوب لویدیځ کې د بلوچستان په ایالت کې اوه تنه کارګران وژلي دي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان پولیسو اعلان کړی، چې وسله والو تېره ورځ د پاکستان په جنوب لوېدیځ کې په بلوچستان ایالت کې ۷ مزدوران وژلي دي. پاکستاني پولیسو رسنیو ته ویلي چې وسله والو کسانو د کارګرانو پر استوګنځي برید کړی او له وسلو سره یې ډزې کړې دي. تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. د راپورونو له مخې، د روان کال د اګست په میاشت کې بلوچستان د څو کلونو په اوږدو کې د خورا پراخ تاوتریخوالي شاهد و، چې بېلتون غوښتونکو جنګیالیو د پولیسو په مرکزونو، د اورګاډي په لیکو او لویو لارو بریدونه وکړل. جمهورخبري آژانس