دا په زړه پورې ده ۰
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د ملګرو ملتونو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ډلې په لومړۍ ناسته کې ټينګار کړی چې د مخدره توکو موضوع د افغانستان له سیاسي ثبات، اقتصادي وضعیت او د بیخ بناوو له پراختیا سره مستقیم تړاو لري او یوازې پر دغو مسایلو په غور کولو او د یوې پراخې کړنلارې په خپلولو سره پاېښت لرونکې پایله ترلاسه کېدای شي.
ایران: د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې افغانستان سره همکارۍ ته چمتو یو
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د ملګرو ملتونو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ډلې په لومړۍ ناسته کې ټينګار کړی چې د مخدره توکو موضوع د افغانستان له سیاسي ثبات، اقتصادي وضعیت او د بیخ بناوو له پراختیا سره مستقیم تړاو لري او یوازې پر دغو مسایلو په غور کولو او د یوې پراخې کړنلارې په خپلولو سره پاېښت لرونکې پایله ترلاسه کېدای شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حسن کاظمي قمي په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو رول مهم ګڼلی او زیاته کړې یې ده چې ایران چمتو دی په دې برخه کې فعاله همکاري وکړي.

 حسن کاظمي قمي ویلي: « ایران به په افغانستان کې د سیمه‌ ییزو طرحو او پروژو د پرمختګ په برخه کې فعال ګډون ولري او موږ همکارۍ ته چمتو یو.»

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډلې انلاین ناسته د دوحې د درېیمې غونډې د سپارښتنو په تعقیب ترسره شوه. په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو، ایران، روسیې، پاکستان، قطر او امریکا استازو ګډون کړی و.  

جمهورخبري آژآنس
 
https://jomhornews.com/vdciuvazwt1ayr2.k6ct.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته