دا په زړه پورې ده ۰
کونړ ولایت ته د کورنیو سیلانیانو د ورتګ لړۍ چټکه شوې. دغه ولایت ته تللي سیلانیان د طالبانو له حکومته د ځانګړو اسانتیاوو د برابرېدو په برخه کې، د همکارۍ غوښتنه کوي.
کونړ ته د کورنیو سیلانیانو د ورتګ لړۍ چټکه شوې
کونړ ولایت ته د کورنیو سیلانیانو د ورتګ لړۍ چټکه شوې. دغه ولایت ته تللي سیلانیان د طالبانو له حکومته د ځانګړو اسانتیاوو د برابرېدو په برخه کې، د همکارۍ غوښتنه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ورته مهال سیمه ییز مسوولین وايي، چې په تېرو ۹ میاشتو کې، ۲۰ بهرنیو او شاوخوا ۳۰۰ زره کورنیو سیلانیانو د کونړ له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې ده.

د سرکاڼو ولسوالۍ نواپاس دره، د مرورې ولسوالۍ غاښي کنډو، د دانګام ولسوالۍ بن شاهي کنډو، څوکۍ ولسوالۍ سپین جومات او د وټه پور ولسوالۍ ګمبېل دره هغه سیمې دي، چې د ګڼو کورنیو او بهرنیو  سیلانیانو پام ور اوښتی دی.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcjahevauqeatz.b,fu.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته