د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني له سي این این سره په یوه مرکه کې، په دوحه د اسراییلو برید "دولتي ترهګري" او "وحشیانه" وباله او بنیامین یې سخت وغانده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د قطر لومړي وزیر دا اقدام د قطر د حاکمیت سرغړونه او په غزه کې د اوربند د منځګړیتوب لپاره د هڅو سره خیانت وګاڼه.
الثاني وویل چې برید په غزه کې د پاتې بندیانو د خوشې کیدو لپاره امید له منځه وړی او وروستي مذاکرات یې "بې معنی" کړي دي.
هغه په منځګړیتوب کې د قطر د رول بیاکتنه اعلان کړه، او زیاته یې کړه چې قطر له متحده ایالاتو سره مشوره کوي. په برید کې د قطر یو امنیتي افسر ووژل شو او د حماس د مذاکره کوونکي خلیل الحییه برخلیک روښانه نه دی.
الثاني د برید په اړه د ډله ایز سیمه ایز غبرګون غوښتنه وکړه او ویې ویل چې په دوحه کې به د عربي-اسلامي سرمشریزه د راتلونکو ګامونو په اړه پریکړه وکړي.
جمهورخبري آژانس