د افغانستان لپاره د پاکستان او تاجکستان ځانګړو استازو د افغانستان له خاورې څخه د دې هیواد پر وړاندې د ترهګرۍ د ګواښ سره د مبارزې لپاره د ګډ میکانیزم د جوړولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن پنشنبه (د وږي ۲۰مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: په دوشنبه کې، ما د شانګهای د همکارۍ سازمان د افغانستان په اړه د مشورو په څنډه کې د افغانستان لپاره د تاجکستان له ځانګړي استازي، سفیر جنرال خسرو صاحبزاده سره خبرې وکړې.
هغه زیاته کړه: موږ په سیمه کې د ترهګرۍ د مخ په زیاتیدونکو ننګونو په اړه بنسټیز بحث وکړ او د افغانستان له خاورې څخه د دې ګواښونو سره د مؤثره مبارزې لپاره د ګډې او همغږۍ ستراتیژۍ د جوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې پاکستاني او تاجک چارواکو مخکې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه.
جمهورخبري آژانس