په کابل کې د ایران سفارت د هېواد په ختیځو ولایتونو د زلزلې قربانیانو لپاره د ۲۲ ټنو وریجو مرستې په هرات کې سیمه ییزو طالبانو ته وسپارله.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په کابل کې د ایران د سفارت د رسنیو دفتر نن د پنشنبې (د وږي ۲۰ مه) په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د زلزلې قربانیانو سره د مرستې په څلورم پړاو کې، د ایران د اسلامي جمهوریت سرې میاشتې په هرات کې سیمه ییزو طالبانو ته ۲۲ ټنه وریجې رسولي دي.
د ایران سفارت ویلي چې تر اوسه پورې، د زلزلې قربانیانو لپاره د ایران ۲۲۰ ټنه بشري مرستې طالبانو ته رسیدلي دي.
د یادونې وړ ده چې نږدې ۵۰ هیوادونو د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د زلزلې قربانیانو ته نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې رسولي دي.
جمهورخبري آژانس