۰

محمد حنیف اتمر، یونس قانوني او محمد محقق په یوه انتخاباتي تکټ کې دي

پنجشنبه ۱۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۳
یوې باوري سرچینې تایید کړه، چې د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر خپل ټاکنیز ټکټ بشپړ کړی او ډېر ژر به د ولسمشر د نوماند په توګه نوم لیکنه وکړي.
محمد حنیف اتمر، یونس قانوني او محمد محقق په یوه انتخاباتي تکټ کې دي
یوې باوري سرچینې تایید کړه، چې د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر خپل ټاکنیز ټکټ بشپړ کړی او ډېر ژر به د ولسمشر د نوماند په توګه نوم لیکنه وکړي.

یوې باوري سرچینې جمهور خبري آژانس ته خبرو کې و ویل، چې د ښاغلي اتمر لومړی مرستیال محمد یونس قانوني او دوهم مرستیال یې د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق دي.

په ورته وخت کې د ښاغلي اتمر د دفتر ویاند تواب غورځنګ جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې ښاغلی اتمر به ډېر ژر د ټاکنو کمېسیون کې د ولسمشرۍ د نوماند په توګه نوم لیکنه وکړي.

غورځنګ د اتمر د لومړي مرستیال په توګه د قانوني او دوه مرستیال په توګه د محقق د ټاکل کېدو په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه، چې د نوم لیکنې په ورځ به د اتمر مرستیالان معلوم شي.

هغه و ویل«د ښاغلي اتمر ټاکنیز ټکټ د هېواد په کچه یو ځواکمن، تر ټولو ملي ټکټ دی.»

وړاندې داسې ویل کېدل، چې ګڼې ښاغلي محقق د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار سره جوړ جاړی کړی او د هغه د دوهم مرستیال په توګه ټاکل شوی.

خو د افغانستان د خلکو د یوالي ګوند ویاند عباس آګاه دغه آوازې په کلکه رد کړې او ویې ویل، ښاغلي محقق به په هغه ټیم کې وي، له کوم چې د افغانستان د خلکو د یووالي ګوند ملاتړ وي.

باید و ویل شي، چې د ولسمشرۍ د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر نن پنشنبې د مرغومي ۱۳ مه د کمېسیون له خوا رسمآ پیل او د دې میاشتې تر ۳۰ پورې به دوام وکړي.

د دغه بهیر له پیل سره سم تر اوسه پورې یوازې عبدالطیف پدرام نوم لیکنه کړې، چې لومړی مرستیال یې احسان الله حیدري او دوهم مرستیال یې محمد صادق وردګ دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي