۰
قطر:

هڅه کو طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو کړو

چهارشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۴
قطري چارواکي وايي، دوی هڅه کوي، چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره پر افغان سوله د خبرو لپاره وهڅوي.
هڅه کو طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو کړو
قطري چارواکي وايي، دوی هڅه کوي، چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره پر افغان سوله د خبرو لپاره وهڅوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي مطلق القحطاني د افغانستان د سولې د عالي شورا له رئیس کریم خلیلي سره په لیدنه کې کړې دي.

نوموړي په دغه خبرو کې ژمنه کړې چې دوحه هڅه کوي، څو طالبان له افغان حکومت سره بین الافغاني خبرو ته چمتو کړي.

د سولې عالي شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم په وینا قطري ډیپلوماټ په کابل کې له محمد کریم خلیلي سره په دوحه کې تېر شوي خبرو معلومات شریک کړل او ژمنه یې وکړه چې طالبان به بین‌الافغاني خبرو ته چمتو کړي.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې القحطاني په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم کتلي دي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې شوې دي.

دغه راز قطري پلاوی د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم لیدلي او پر افغان سوله یې ورسره خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي