۰

سیمه ییز چارواکي: پکتیکا کې ۲۶ طالبان وژل شوي دي

یکشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۴
د پکتیکا سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۲۶ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
سیمه ییز چارواکي: پکتیکا کې ۲۶ طالبان وژل شوي دي
د پکتیکا سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۲۶ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آزانس د خبر له مخې افغان ځواکونو تېره شپه د برمل ولسوالۍ په علي مست او د ګیان ولسوالۍ په زاړه ګیان، خواجه خېلو او مکړ کلیو کې شپني عملیات کړي.

د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین وايي، د برمل په علي مست کلي کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ طالبان وژلش وي او پنځه نور ژوندي نیول شوي دي.

دغه رزا نوموړي زیاته کړه، چې ۱۶ نور وسله وال طالبان بیا د ګیان ولسوالۍ په  زاړه ګیان، خواجه خېلو او مکړ کلیو کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو افغان ځواکونو د اروګون ولسوالۍ د پيرکوتي سیمه کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي