۰

ناټو سرمنشي: د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن یو

سی شنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۶
د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، ناټو د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده او د افغان سولې لپاره د وروستیو هڅو ملاتړ کوي.
ناټو سرمنشي: د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن یو
د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، ناټو د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده او د افغان سولې لپاره د وروستیو هڅو ملاتړ کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سټولټنبرګ دغه څرګندونې نن سه شنبې د وږي ۱۲ مه بروکسل کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه کې کړې دي.

د ناټو سرمنشي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د سولې لپاره د وروستیو هڅو ملاتړ کوي او ناټو د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو بروکسل ته تللی، چې د ناټو له سرمنشي او نورو چارواکو سره د امنیتي مسایلو تر څنګ د افغان سولې په اړه هم خبرې وکړي.

نوموړی به د ناټو او نورو اروپايي چارواکو سره د هغې هوکړې به اړه خبرې وکړي، چې دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ شوی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي له طالبانو سره پرنسیب کې هوکړې ته رسېدلي او دغه هوکړه اوس د ولسمشر ټرمپ موافقې ته منتظره ده.

د هغه په وینا کله چې ټرمپ دا هوکړه تایید کړي، په څو ورځو کې به افغان حکومت، طالبان او نور افغانان بین الاافغاني خبرې پیل کړي او پر خپلو اړوند موضوعاتو به بحث وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي