۰

ملي امنیت غزني کې د طالبانو د سرې قطعې په یوه پټنځای برید کړي

سی شنبه ۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۱
د ملي امنیت ریاست وايي، د دوی اړوند ځواکونو غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د یوه قوماندان په مرکز عملیات کړي.
ملي امنیت غزني کې د طالبانو د سرې قطعې په یوه پټنځای برید کړي
د ملي امنیت ریاست وايي، د دوی اړوند ځواکونو غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د یوه قوماندان په مرکز عملیات کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ریاست نن سه شنبې د تلې ۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د غزني په اندړو ولسوالۍ کې دغه عملیات تر سره کړي.

سرچینه زیاتوي، چې عملیات د طالبانو د سرې قطعې د قوماندان ملا ادریس مشهور په ابو یوسف په پټنځای شوي دي، چې درې پټنځایونه یې له منځه وړل شوي دي.

خبرپانه وایي، په عملیاتو کې یو میل کلاشنکوف، درې میله تومانچې، یو میل شاټ ګڼ، ۶ کړۍ لاسي بمونه، یوه پایه مخابره، ۱۷ د ماین کانچې، ۸ ریموټر کنټرول، ۱۰۰ جوړې د موټرو پلېټونه، دوه سوه جلده د موټرو جواز سیر، ۱۵۰ تبلیغاني پاڼې، یوه پایه کمپیوټر، څلور جوړې نظامي درېشۍ او له زر ډزه څخه زیاتې د سپکې او درنې وسلې مرمۍ تر لاسه شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي