د حکومت د رسنیو مرکز وايي، عایشه خرم په ملګرو ملتونو کې د ۲۰۱۹ کال لپاره د افغان ځوانانو استازې شوه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینه زیاتوي، اغلې خرم په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو د استازولۍ لپاره په دویمه مناظره کې پرون دوشنبه د پوهانو او د جرمني د ډپلوماټانو لخوا وټاکل شوه.
د حکومت د رسنیو مرکز نه خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې په دغه مناظره کې له عایشه خرم سره رشاد هامر او پښتنه درانی هم نوماندانې او د مناظرې د سیالۍ وروستي پړاو ته وتلېوې.
په دې مناظره کې د ملګرو ملتونو د یوناما مشر تدامیچي یاماماتو، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ادریس زمان، د المان سفیر پیټر پروګل، په المان کې د افغانستان سفیر او د افغانستان د فکري مرکز مشره صوفیا رامیار د داورانو په حیث ناست وو.
سرچینه زیاتوي، چې په یاده مناظره کې دغو درې واړه ځوانانو په سوله کې د افغانانو د سرو کرښو په تړاو د داورانو په وړاندې خپلې ویناوې واورولې، چې په پای کې یې اغلې خرم په ملګرو ملتونو کې د ۲۰۱۹ کال لپاره د افغان ځوانانو استازې وټاکل شوه.
عایشه خرم د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصله او د ۲۰۱۹ کال لپاره به په ملګرو ملتونو کې د افغنان ځوانانو د ستونزو د حل لپاره له نړیوالو همکارانو سره ګډ کار وکړي.
د یادونې ده، تېر کال په ملګرو ملتونو کې د افغانان ځوانانو استازولي رامز بختیار کوله.
جمهورخبري آژانس:کابل