۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي: افغانستان له څلورو بحرانونو سره مخ دی

پنجشنبه ۱۴ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۷
ملګرو ملتونو یو ځل بیا افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، دغه هېواد دمګړۍ له څلورو بحرانونو سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي: افغانستان له څلورو بحرانونو سره مخ دی
ملګرو ملتونو یو ځل بیا افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، دغه هېواد دمګړۍ له څلورو بحرانونو سره مخ دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه سازمان مشر انتوني ګوترېش په خپل تازه راپور کې چې پرون چهارشنبې د سلواغې ۱۳ مه یې خپور کړی، ویلي، بیړنی بشري وضعیت، د پیسو سخت کموالی، د بانکي او اقتصادي سیستم پاشتلیا او د پراخ بنسټه حکومت نشتوالی د افغانستان لویې ستونزې دي.

نوموړي په دغه راپور کې چې د امنیت شورا ته به هم وړاندې شي، ټینګار کړی، که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو ۲۰۲۲ کې به افغانستان کې ۲۴ میلیونه څخه زیات خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.

په دې راپور کې ویل شوي، په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې ۱۸ میلیونه او ۵ لکه تنو بشري مرستو ته اړتیا لرله، خو سږ کال په افغانستان کې د اړو کسانو شمېر تر ۲۴ میلیونو اوړي.

ګوترېش زیاته کړې«د طالبانو له واکمنۍ شپږ میاشتې وروسته، افغانستان له ډېرېدونکي خطر سره مخامخ دی، د افغانانو لپاره ورځنی ژوند په یوه کنګل شوي دوزخ بدل شوی. موږ مجبوره شوو چې نه یوازې د افغانستان اقتصاد ته مرستې وځنډوو بلکې حیاتي ماموریتونه مو هم ټکني کړو.»

په دغه ۱۶ مخیزه راپور کې دا هم ویل شوي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژنو او بې درکه کولو په اړه باوري ادعاوې ترلاسه کړي دي.

د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه د ګوترېش دغه تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې د امنیتي ځواکونو د وژنې ادعا په کلکه سره رد کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې تر عفوې وروسته هېڅوک نه دي وژل شوي او دوی د ملګرو ملتونو دغه راپور په کلکه ردوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي