۰
د ملي دفاع سرپرست وزیر:

پر افغان ځواکونو د سیاسي او قومي مصلحتونو اغېز پای ته رسېدلی

شنبی ۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۶
د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وایي، پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د سیاسي او قومي مصحلتونو د اغېز ستونزه حل شوې ده.
پر افغان ځواکونو د سیاسي او قومي مصلحتونو اغېز پای ته رسېدلی
د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وایي، پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د سیاسي او قومي مصحلتونو د اغېز ستونزه حل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خالد دغه څرګندونې بلجیم پلازمېنه پروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو د غونډې په څنډه کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، چې د سیاسي او قومي مصلحتونو پر اساس ټاکنو د امنیتي ځواکونو پر فعالیت سخته بده اغېزه کړې وه، خو په وینا یې اوس دغه ستونزه حل شوې.

د هغه په وینا په افغان ځواکونو کې سیاسي او قومي مسایلو، د سیاسي او قومي مصلحتونو له مخې د مهمو دولتي څوکیو وېش پر امنیتي ځواکونو او د هغوی پر فعالیت ډېر زیات اغېز کړی وو.

د ملي دفاع وزارت سرپرست په دې اړه نور جزیات ورنه کړل، خو ټینګار یې وکړ، چې دا ستونزه اوس حل شوې او پای ته رسېدلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي