۰

کابل کې د لاسي بم دوه پرلپسې چاودنو پنځه تنه ټپیان کړي دي

دوشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۵
کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې د ملي اردو یوه مرکز ته نېږدې ځانمرګی برید نه دی شوي، بلکې د لاسي بم دوه پرلپسې چاودنې وې.
کابل کې د لاسي بم دوه پرلپسې چاودنو پنځه تنه ټپیان کړي دي
کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې د ملي اردو یوه مرکز ته نېږدې ځانمرګی برید نه دی شوي، بلکې د لاسي بم دوه پرلپسې چاودنې وې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنې نن دوشنبې د لړم ۲۷ مه د کابل ښار د ۱۹ مې امنیتي حوزې اړوند د کابل – جلال آباد په لویه لار د ملي اردو یوه تعلیمي مرکز مخې ته شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په لومړي سر کې و ویل، چې چاودنه د ځانمرګي برید له امله شوې، خو اوس وایي، پلټنو کې جوته شوې، چې دا ځانمرګی برید نه بلکې د لاس بم دوه پرلپسې چاودنې وې.

نوموړي ویلي، په دغه دوه چاودنو کې څلور د افغان پوځ سرتېري او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي.

تر اوسه پورې د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی منلی.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي