ملي امنیت ریاست وايي، د دغه ریاست ځواکونو تخار ولایت کې یو ځانمرګی بریدګر هدف ته تر رسېدو وړاندې نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نن چهارشنبې د تلې ۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا ځانمرګی رحمت الله نومېږي، چې په عمر مشهور او د حمیدالله زوی دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه کس یوه میاشت وړاندې د طالبانو لیکو ته جذب او د قندوز دشت ارچي ولسوالۍ ته لېږل شوی او هلته یې د طالبانو د سل کسیزه ډلې د مشر عمر له خوا ځانمرګي برید ته چمتو کړی شوی وو.
سرچینه زیاتوي، چې نوموړي غوښتل د تخار مرکز تالقان ښار کې په انتخاباتي مرکز یا هم کوم سایټ باندې برید وکړي، چې هدف ته له رسېدو وړاندې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو.
جمهورخبري آژانس:کابل